بلوڅي
Contributors to Wikimedia projects
Article Imagesبلوڅي
(له بلوڅي ژبه نه مخ گرځېدلی)
بلوڅي ژبه د هندو اریایي ژبو له څانگې څخه ده چې د بلوڅي توکم له خوا ویل کیږي. ددې ژبې ویونکي په افغانستان، ایران، پاکستان او ترکمنستان کې مېشت دي. ځینې د فارس خلیج عربي هیوادونو کې هم ددې ژبې ویونکي مېشت دي.
بلوڅي | |
---|---|
بلوچی balojî Balójí | |
Default | |
ژبې | |
رسمي حالت | |
رسمي ژبه په | د پاکستان بلوچستان ایالت (ایالتي); د ایران بلوچستان ولایت (ولایتي) |
سمونوال | بلوڅي اکاډېمي (پاکستان) |
ژبکوډونه | |
آيسو ۶۳۹-۲ | bal |
آيسو ۶۳۹-۳ | bal – نړیوال کوډځانګړي کوډونه: bgp – ختیځه بلوڅي bgn – لویدیځه بلوڅي bcc – سویلي بلوڅي ktl – خروشتي |
ګلیټولوژیست | balo1260 [۲] |
ژبپوهنه | 58-AAB-a > 58-AAB-aa (ختیڅه بلوڅي) + 58-AAB-ab (لودیځه بلوڅي) + 58-AAB-ac (سویلي بلوڅي) + 58-AAB-ad (بشکردي) |
په پاکستان،ايران او افغانستان کې هغه سيمې چرته چې بلوڅي ژبه ويلي کيږي،په زېړ رنگ کې ښودلې شوي دي |
بلوڅي ژبه د اریاني ژبو څخه يوه شما لوېديځه ژبه ده چې د افغانستان په سوېل، ايران او پاکستان کې ویل کېږي. د بلوڅي ژبې ابېڅې د عربي (اوردو) تورو څخه جوړه شوې. ، د تورو د ( فونيمونو )شمېر يې ۲۳ ته رسيږي. دغه ژبه شپږ گړدوده لري او د رقشاني گړدود، لشاري گړدود او لوټوني گړدود ېې د مهمو گړدودونو له کتاره گڼل کېږي. په افغانستان کې بلوڅي ژبه په ځانگړي ډول د نیمروز په ولایت کې او د هلمند په ولایت کې ويوونکي لري . دغه ژبه په ۱۹۷۸ زېږدي کال کې د افغانستان په سيمه ييزو ژبو کې رسمي ژبه شوه.
بلوڅي ژبه | پښتو |
---|---|
آمگ | اومه |
غړمبگ | غړمبل |
تُوپک | ټوپک |
ډنگ | ډانگ |
سوب | سوبه |
جۆنگ | جونگی |
جِنیک | جِنی،جِنکی |
ساتیتین | ساتل |
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ "Baluchi glossary : a Baluchi-English glossary : elementary level". نه اخيستل شوی 19 اگسټ 2022.
- ↑ Nordhoff, Sebastian; Hammarström, Harald; Forkel, Robert; Haspelmath, Martin, eds. (2013). "{{{name}}}". Glottolog. Leipzig: Max Planck Institute for Evolutionary Anthropology.